کونړ کې د بې‌اسنادو او لنډمهالي پلېټ لرونکیو موټرو د بندښت پروړاندې لاریون

کونړ کې د بې‌اسنادو او لنډمهالي پلېټ لرونکیو موټرو خاوندانو چې یو شمېر عام خلک هم ورسره وو، دغه ولایت کې د یادو موټرو د بندیز پر وړاندې لاریون وکړ.

دوی نیوکه کوي چې حکومت دې د دوی د موټرو نیولو پرځای، هغو ته پنځه‌ کلن پلېټونه ورکړي او په لوی لاس دې د خلکو روزي نه بندوي.

 ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړي حکم او د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې د ۵ کلونو اسناد لرونکیو او بې‌کاغذه موټرو په تګ‌راتګ بندیز لګېدلی او حکومت په یوشمېر ولایتونو کې ګڼ‌شمېر موټر نیولي هم دي.

خو کونړیانو د وزیرانو شورا د دغې پرېکړې لاریون وکړ. نورالله، عزت‌الله او انصار چې په‌دغه لاریون کې یې برخه اخیستې وايي، حکومت دې ورته د ۵ کلونو اسناد ورکړي یا دې هم دومره ورته په تمه شي چې خپل موټر د افغانستان لاس ته واړوي.

لاریونوال وايي، د موټرو له کابروبار نه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، خو دولت ترې موټر نیولي او له کباړ کولو وروسته یې یوازې پرزې ورکوي.

خو د کونړ امنیې قومندان حقنواز حقیار وايي، دوښمن ډېری له یو کیلي او بې‌اسنادو موټرو ګټه اخلي او موټر لرونکي باید ورته اسناد واخلي، که‌نه د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال هم په ډېری ولایتونو، په ځانګړې توګه سرحدي هغو کې د یوې کیلې لرونکي او بې‌اسناده موټر چلېږي او د شنونکو او عامو خلکو په وینا، ډېری جنايي او ترهګریزې پېښې هم د همدغو موټرو له کبله کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام