د غزني جګړې پرسر د ولسي جرګې د غړیو ناندرۍ

په ولسي جرګې کې د غزني ولایت استازو نن د دې جرګې په عمومي غونډې کې د یاد ولایت مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او تور یې پورې کړ چې حکومت د یوه قوم امنیت ته پام نه‌کوي.

د دوی په وینا، یادو جګړو کې ګڼو نظامیانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اووښتې او دوی به په‌دې اړه بروکسل غونډې ته هم خپل شکایت وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړې شاه‌ګل رضايي امنیتي ځواکونه په بې‌غورۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، حکومت باید د یادې جګړې او له کبله یې د ګڼ‌شمېر کورنیو بې‌ځایه کېدو مخنیوي له‌پاره مخکې له مخکې تدابیر نیولي وای.

په ولسي جرګې کې د غزني وکیلانو د یاد ولایت جګړې په اړه د جرګې له لوري د بېړنۍ غونډې وړاندیز وکړ، خو د ولسي جرګې یوشمېر نور وکیلانو د هغوی پر څرګندونو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې یوازې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ نه‌دی، بلکې ګڼ‌شمېر نور ولایتونه هم له ورته سرنوشت سره مخ دي.

د دوی په وینا، د هېواد امنیت هاغه مهال نیول کېدای شي چې موږ له قومي او سیمه‌ییزو موضوعاتو تېر شو او د افغان په نوم په ګډه د خپلې خاورې له‌پاره  کار وکړو.

د ولسي جرګې غړې ارین یون په جرګه کې د غزني استازي په قومي چلن تورن کړل او زیاته یې کړه، له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د غزني ولایت په شاوخوا ۱۴ ولسوالیو کې امنیتي وضعیت سم نه‌ و او وکیلانو یې په اړه هېڅ نه ویل، خو اوس د یوازې دوو ولسوالیو له‌پاره ستوني څېروي.

دغه راز د ولسي جرګې بل غړي قدرت‌الله ذکي وویل، د ټول هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي زیاته کړه، کندوز دوه ځلي سقوط شو، د تخار، بدخشان، فراه، هرات، غزني او فاریاب ولایتونو ولسوالۍ سقوط شوي او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم امنیتي وضعیت سم نه‌دی؛ نو په‌کار ده چې د هېواد امنیتي وضعیت په اړه عمومي بحث وشي.

د ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډې کې پرېکړه وکړه چې د امنیتي ادارو مسوولان دې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته د هېواد، په ځانګړې توګه د کندوز، تخار، غزني او یوشمېر نورو ولایتونو په اړه مالومات ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام