د ولایتي شوراګانو ټاکنو د ځنډ احتمال

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په یوې غونډې کې وویل چې ډېر ژر به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدېع صیاد د غونډې له ګډونوالو چې د سیاسي ګوندونو او بهیرونو، مدني ټولنو او یوشمېر نورو بنسټونو استازي په‌کې وو، وغوښتل چې د یادې پروسې د روڼتیا او پیاوړتیا له‌پاره خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغېسي وايي، ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه وشي.

نوموړې ټینګار کوي، که ولسمشریزې ټاکنې په یادې نېټې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې تر هغې لږ وروسته وشي، ښې به مدیریت شي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالنشا رییس احمدشاه زمان‌زی وايي، د ولایتي شوراګانو تر ټاکنو مخکې د ولسمشریزو ټاکنو کول د دغه ملي بهیر له روڼتیا سره ډېره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په یوه نېټه وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام