
یوشمېر کابلښاریانې وايي، په ښاري موټرو کې د تلو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ښاري مليبسونو او کاسټر موټرو ته د ډېرې سپرلۍ پورته کول، د موټرچلوونکو، کلینرانو او سپرلۍ له لوري د ښځو ځورول او ورسره ناسم چلن هغه ستونزې دي چې کابلښاریانې یې په اړه شکایت کوي.
دوی وايي، کله چې له یوه ځایه یادو موټرو کې تګراتګ کوي، د نارینهوو له لوري ځورول کېږي او دې ستونزې یې پر روان ناسم اغېز کړی دی.
د کابل ښار اوسېدونکې سیما او مرجانه وايي، ښاري موټرو ته د پورته کېدو او په موټرو کې د بیروبار پرمهال د نارینهوو له لوري ځورول کېږي. دوی وايي، کله چې یې لورانې او خویندې ورسره وي، د موټرچلوونکي او کلینر په ګډون، سپرلۍ هم ورته ډېر ګوري او که څه ورته ووایو په ډېره تونده لهجه ورته وايي چې له موټره کوزې شئ.
په همدې حال کې په ښارونو، په ځانګړي ډول موټرو کې د ښځو ځورولو پېښو په اړه د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیز بنسټ غړې ضیاګل عالمي وايي، اوسمهال په ښارونو کې د ښځینهوو ځورونې پېښې کمې شوې دي. د نوموړې په وینا، مخکې به ښځینهوو د ځورولو پرمهال غږ پورته کولی نهشو او ملامتېدلې به، خو اوس په ډېر جرئت د هغو نارینهوو پروړاندې درېږي چې ځوروي يې.
بلخوا د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمتالله قوانچ د یادو ستونزو د حل لهپاره د دې وزارت د هڅو ترڅنګ، د یوې ځانګړې طرحې د جوړېدو خبر ورکوي چې له مخې به یې ښځینه په هغو ځانګړو موټرو کې تګراتګ کوي چې موټرچلوونکي او کلینران یې هم ښځینه وي، خو په وینا یې د دې طرحې عملي کول وخت ته اړتیا لري.
.jpg)
د نوموړي په وینا، دا یوه ټولنیزه ستونزه ده چې یوازې دولت یې حل کولی نهشي او پهکار ده چې خلک هم پهدې برخې کې همکاري وکړي.
که څه هم د ښځو حقونو یوشمېر ملاتړي بنسټونه د ښځینهوو د حقونو تحقق برخې کې د پرمختګونو یادونه کوي، خو په ښارونو او موټرو کې د ښځینهوو ځورول اوس په یوه عادي کار بدل شوي او ورځ تر بلې ډېرېږي چې ښځې او نجونې یې اندېښمنې کړې دي.





