
د کابل برېښنا رییس انجنیر عبدالاحد بارکزي سلاموطندار ته وویل، کابل له تېرو څوو کلونو راهیسې ۳۵۰ کیلوواټه برېښنا لري چې ژمي کې د تقاضا په زیاتېدلو سره دغه برېښنا د افغانښاروندانو لهپاره بسنه نهکوي.
د ښاغلي بارکزي په وینا، هڅه کوي چې کابل کې د حرارتي دستګاوو په فعالولو سره په ژمي کې د برېښنا پرچوۍ ـ چې پخوا ۴۰ سلنه وه ـ ۳۰ سلنو ته را ټیټه کړي.
دغهراز د کابل برېښنا رییس وویل، د حرارتي برېښنا دوې دستګاوې فعالیت ته چمتو دي او د تېلو په چمتو کولو سره به یې د ژمي موسم په را رسېدلو سره فعالې کړي.
خو ده زیاته کړه چې راتلونکي کال کې به د برېښنا د پرچویو ستونزې لېرې شي او له بهره د وارداتي برېښنا چارې د بشپړیدلو په حال کې دي.
په ورته وخت کې د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس انجنیرعبدالوکیل ناصري وویل، دا وخت کندهار کې په لمریزې بریښنا کار پیل شوی او راتلونکې کې به د اسیايي بانک په مرسته کابل کې هم د لمریزې بریښنا چارې پیل شي.

د هغه په وینا، لمریزه برېښنا هم د برېښنا پرچوۍ کمېدو کې مرسته کولی شي.
دا څرګندونې داسې حال کې مطرح کېږي چې هر کال د ژمي موسم کې له یوې خوا د سوند توکیو بیې لوړېږي او له بلېخوا کابل ښار کې د برېښنا پرچوۍ هم زیاتېږي.
خو د برېښنا شرکت چارواکي له کابلمېشتو غواړي چې په ژمي کې د برېښنا په مصرفولو کې احتیاط وکړي چې تر یو ځایه د برېښنا پرچوۍ مخه ونیول شي.





