د دایکندي سیمهییز چارواکي وايي، طالبانو تېره ورځ د کجران ولسوالۍ ۳ قومي مشران چې د ۳۶ برمته شویو کسانو خوشې کېدو لهپاره دوی ته ورغلي وو، هم یرغمل نیولي دي.
د دایکندي ولایتي شورا غړی غیرتعلي جواهري د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي، وسلهوالو طالبانو ۱ قومي مشر خوشې کړی او ۲ نور له ۳۶ نورو مسافرو سره د دوی په واک کې دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو د یادو کسانو خوشې کولو په بدل کې د دایکندي له سیمهییزو چارواکو غوښتي چې د کجران ولسوالۍ، بالادشت سیمې امنیتي کمربندونه هغوی ته ورخوشې کړي.
په همدې حال کې د دایکندي د والي ویاند علياکبر ناطقي هم مني چې طالبانو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د یاد امنیتي کمربند غوښتنه کړې، خو وايي، تراوسه له طالبانو سره پهدې اړه ۳ غونډې شوې دي.
طالبانو د دایکندي ـ کندهار له لویې لارې ۳۶ کسان برمته کړي
خو د دایکندي امنیې قومندان غلامسخي غفوري د والي د ویاند او ولایتي شورا د غړي خبرې ردوي او وايي، طالبانو یاد کسان د سیمهییزو اختلافاتو له امله نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو څو ورځې وړاندې د دایکندي ولایت کجران ولسوالۍ ۳۶ اوسېدونکي چې له کندهاره خپلو کورونو ته ستنېدل، یرغمل کړل، خو سیمهییزه اداره او د سیمې خلک هڅه کوي چې له طالبانو سره پهدې اړه خبرې وکړي او یاد کسان د هغوی له منګولو خوشې کړي.