د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي وايي، د نوي ښوونیز کال پرمهال یې ۱۳ تړلي ښوونځي او یوه دیني مدرسه بېرته پرانستې ده.
نوموړي له سلاموطندار سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، د یادو ښوونځیو او دیني مدرې په پرانستې سره به ۶ زرو زدهکوونکیو ته چې ۱۰۰۰ یې نجونې دي، د زدهکړو زمینه برابره شي.
د صمیمي په وینا، پرانستل شوي ښوونځي د دې ولایت په سپینبولدک، ډنډ، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې دي چې اوسمهال هم پهکې نوي زدهکوونکي شاملېږي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي د ښوونځیو بیا پرانستل کېدو ته خوښ دي او وايي، پهدې سره به نه یوازې د دوی اولادونه له لارو او کوڅو راوګرځي، بلکې د خپلې روښانه راتلونکې لهپاره به هم زدهکړې وکړي.
د کندهار اوسېدونکي صالحمحمد او خدایرحیم وايي، مخکې چې ښوونځي تړلي وو، نهپوهېدل چې خپل اولادونه د زدهکړو لهپاره چېرته ولېږو، خو اوس به په خپلو سیمو کې ښوونځیو ته ځي.
دوی له حکومت او وسلهوالو طالبانو غواړي چې په ټول هېواد کې تړلي ښوونځي بېرته پرانېزي او په لوی لاس ماشومان له زدهکړو بېبرخې نهکړي.
د نوي ښوونیز کال د پیل پرمهال چې د روان کال سنبلې میاشتې په ۱۵مه پیل شو، کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي تړلي وو، خو اوسمهال پهکې ۱۰۶ ښوونځي لا تړلي پاتې دي او تمه ده چې حکومت او د دولت وسلهوال مخالفان په ګډه د نورو ښوونځیو پرانستلو برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي.