غني: طالبان دې راشي چې د دوی لار او که ولسواکي ښه ده

افغان ولسمشر محمداشرف غني د یو ویډیويي پیغام له لارې د ولسي جرګې ټاکنو په دویمه او وروستۍ ورځ وویل چې افغانانو د خپلو رایو په کارولو سره نړۍ ته وښودله چې خشونت نه غواړي او د ولسواکۍ له‌پاره یې خپله اراده په ثبوت ورسوله.

ده دا هم زیاته کړه چې طالبانو ته څرګنده شوه چې دا ولس هېڅوک هم په زور نه‌شي مهارولی او ولس د طالبانو له پټو او ښکاره ګواښونو ترڅنګ ملي اراده تثمیل کړه او هېڅ یې زور ته نه‌شي تسلیمولی.

ده په طالبانو غږ وکړه چې راشي او ولس ته دې وښيي چې د دوی لاره محبوبیت لري او که د ولسواکۍ لاره.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې افغانان په ولسواکۍ پوهېږي او دا ولسواکۍ سل کاله مخکې د همدې هېواد د غازي امان‌االله خان له لوري پیل شوې او په همدې اساس په افغان ولس کې ژورې ريښې لري.

ولسمشر په پای کې له ټولو افغانانو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې پراخه برخه واخېسته.

د ده نوماندانو او رایو ورکوونکیو ښځو هم ځانګړې مننه وکړه او دا یې د یو نوي نسل پيلامه وګڼله.

ده د ټاکنو په بهیر کې ټول شهیدان شوي وګړي د ولسوالۍ شهیدان وبلل او زیاته یې کړه چې راتلونکي نسلونه به ورباندې ویاړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام