
د غزني ښار د عبدالعلي مزاري د نجونو منځني ښوونځي زدهکوونکې له خپلو کورنیو سره یوځای د غزني د مرستیال والي دفتر مخې ته په اعتراضیه ډول راټول شويوو او ادعا یې کوله چې د دې ښوونځي د مدیر خپلوان وهلي او ټکولي دي.
دغو معترضانو وویل چې یو ورځ مخکې یې د ښوونځي د مدیر د کمکارۍ او مالي فساد له امله اعتراض کړیو.
د دوی په خبره، له هغه وروسته د مدیر خپلوان ښوونځي ته راغلل او ځېنې ښوونکي او زدهکوونکي یې تر لغتو لاندې واچول، توهین یې کړل او ځېنو ته یې بد الفاظ وکارول.
ځېنې زدهکوونکې وايي، که حکومت اقدام ونهکړي؛ ځايي خلک به ښوونځی وتړي.

ځېنې ښوونکي او د زدهکوونکیو کورنۍ هم پهدې ښوونځي کې د جنجالونو له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي، نور دا حالت نهشي زغملی.
په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رییس محبالرحمان انصار وايي چې په عبدالعلي مزاري منځني ښوونځي کې له پېښو شویو مشکلاتو شکایتونه ور رسېدلي او د موضوع د څېړنې لهپاره پلاوی لېږل شویدی.
د دې ښوونځي مدیر د دې ستونزې په اړه د ځواب ویلو په پار د سلاموطندار پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ.
د عبدالعلي مزاري منځنی ښوونځي د غزني ښار په کلاشهاده سیمه کې موقعیت لري او ویل کېږي چې له ۲زرو ډېر نجونې او هلکان پهکې په درس ویلو بوخت دي.





