
هرات کې د شاوخوا ۸،۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د ۴ پراختیايي پروژو کار چې کرنیزو محصولاتو نندارتون لهپاره د انګړ جوړول، د معیاري سړې خونې او دوو سړکونو جوړول پهکې شامل دي، پیل شو.
د مسوولانو په وینا، د یادو پروژو لګښت جاپان ورکوي چې په یو کال کې به یې کارونه بشپړ شي.
د هرات والي محممداصف رحیمي چې پهدې اړه جوړو شویو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، د کرنیز تلپاتې نندارتون انګړ به د هرات ښار ختیځ ته په ۳۵ جریبه ځمکه او یوه سړه خونه هم په ۴۰ جریبه ځمکه کې چې ۵۰۰ ټنه ظرفیت لري، د هرات هوايي ډګر ته نږدې جوړه شي. د رحیمي په وینا، د کندهار دروازې نه تر پل مالان پورې سړک او د انجیل ولسوالۍ اړوند د بهارستان پر سړک قیر اچول هم په یادو پروژو کې شامل دي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مرستیال محمداسماعیل رحیمي هرات کې د یادو پروژو، په ځانګړي ډول د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیز نندارتون جوړول د افغاني محصولاتو بازارموندنې برخه کې ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې نه یوازې هراتیان، بلکې ګاونډي هېوادونه به هم له یاد نندارتونه ګټه واخلي.

بلخوا دهرات بزګران د یادو پروژو پیل د دوی بنسټیزه اړتیا او غوښتنه بولي او ټینګار کوي چې باید تر ځنډ پرته یې چارې بشپړې شي.





