
د کلیو پراختیا وزارت له خوا په ننګرهار کې یو د اوبو لګولو کانال د څه د پاسه یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.
د یاد وزارت وزیر نصیر احمد دراني وویل، دغه کانال د کونړ پرسیند جوړ شوی، چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ۱۸ کلیو څه د پاسه ۵ زره جریبه ځمکه پرې خړوبه کيږي.
د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزیر د کانال د پرانستې پرمهال رسنیو ته وویل، چې د دې کانال جوړېدو سره د بهسودو ولسوالۍ په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.
نوموړي زیاته کړه، چې"د دې کانال په جوړولو سره د دغې سیمې ۵ زره جریبه ځمکه چې پخوا دوه فصله وه، اوس به درې فصله کوي یانې پنځه دېرش سلنه موثریت د اوبو زیات شو."
نوموړي وویل، د دې کانال په اوږدو کې استنادي دېوالونه او همدا راز ۷ سوه متره پټ کانال هم کیندل شوی دی، چې له امله یې د کونړ- جلال اباد عمومي سړک هم د سیلاب له زیانه ساتل شوی.

په همدې حال کې د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دغه کانال جوړېدو سره یې د ځمکو حاصلات لوړ شوي؛ خو زیاتوي چې د دغه کانال په اوږدو کې ځینې ځایونه د سیلابونو له خطر سره مخ دي، چې حکومت دې ورته پاملرنه وکړي.
دغه کانال د یوه نادولتي شرکت له لوري د درېیو کلونو په موده کې بشپړ شو، چې لګښت یې د انګلستان د یوې پراختیايي ادارې له لوري ورکړل شوی او د کلیو او پراختیا وزارت یې د ډیزاین او سروې چارې مخ ته وړي دي.





