
پر غزني د طالبانو برید کې د دې ولایت رسنیو ته تر یو میلیون ډالرو ډېر زیان اووښتی او ۴ رسنۍ سقوط شوې هم دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی رییس عبدالمجیب خلوتګر وايي، د دوی څېړنې ښيي چې غزني کې د طالبانو تر برید مخکې ۱۲ رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس یوازې ۸ رسنۍ فعالیت کوي او پاتې ۴ یې سقوط شوي دي.
د خلوتګر په وینا، پر غزني د برید پرمهال، رسنیو ته له ۱ میلیون، ۶۴ زره او ۱۶۰ ډالره زیان اووښتو ترڅنګ، د رسنیو ۴۵ کارکوونکیو دندې پرې ايښي او یا هم ګوښه شوي دي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې رییس له حکومته وغوښتل چې د غزني بیارغونې لهپاره ځانګړیو شویو ۲۸۰ میلیونو افغانیو نه یوه برخه د دې ولایت رسنیو ته ورکړي.
خلوتګر دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه راپور هم رد کړ چې د هېواد په کچه پهکې د ۳ زرو رسنیو له ډلې، ۲۵۰۰ رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. نوموړي زیاته کړه، د دوی موندنو له مخې اوسمهال په هېواد کې یوازې ۴۸۳ رسنۍ فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار یاد ولایت کې د وروستیو بدلونونو او پرمختګونو ارزونې لهپاره تللی دی.





