.jpg)
پریزا رحماني په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالې د مورنۍ دفاع د حق په نامه خپل درې اولادونه له پخواني مېړه نه د یو میلیون او ۶۰۰ زرو افغانيو په بدل کې وپېرل.
دغې ښځې له خپل مېړه سره اووه کاله تېر کړل. درې کاله یې له مېړه نه جدا د خپلو اولادونو ساتنه وکړه؛ ځکه چې مېړه یې له بلې ښځې سره اړیکه لرلې او له خپلې ښځې او اولادونو نه بې خبره و. هغه وايي، چې په وروستیو درېیو شریکو کلونو کې مېړه یې نه یوازې له دوی بې خبره و، بلکې پر هغوی یې نفقه هم بنده کړې وه.
پریزا په کوچنیوالي کې کوژده شوې وه او په نوې ځوانۍ کې مور شوه. کله چې یې درېیم اولاد زېږېد؛ مېړه یې د دې خواته پاملرنه کمه کړه. پریزا له دې وروسته پوهه شوه، چې مېړه یې له کومې بلې ښځې سره اړیکه لري او غواړي له هغې سره واده وکړي.
.jpg)
له دې سره، درې کاله نور هم د خپل مېړه له موجودیته پرته تېر کړ، چې بلاخره یې پرېکړه قطعي شوه. خو کورنۍ یې په ورسره په شدت سره د طلاق په اړه مخالفت کوي: «له ژوند او مرګ نه دې تېر یو؛ خو اجازه نه در کوو، چې طلاق واخلې.»
له دې سرې کرښې وروسته، پریزا خپل پلرنی کور هم پرېږدي او له خپلو اولادونو سره په یو اجاره شوي کور کې ژوند پيلوي؛ خو د هغې د طلاق پر وخت له هغې دفاع کوي او د محکمې په غونډو کې ګډون کوي.
پریزا سره له دي، چې دوه اولادونه یې نجونې او زوی یې هم کوچنی دی، د حضانت د اخیستلو غوښتنه وکړه. له ډېر کش وګیر نه وروسته د پزیرا مېړه د تي خور ماشوم د ورکولو پر وخت یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ واخیستلې.
د کورنۍ او ماشومانو د حقونو فعاله پزیرا رحماني وايي، چې نن باید تر هر څه وړاندې خپلو اولادونو ته رسیده ګي وکړي او هغوی ته یوه ښه راتلونکې جوړه کړي.





