د هرات سوداګرو نن (شنبه) دې ولایت کې له بانکونو د پیسو اېستلو برخه کې پر بانکونو د لګېدلیو محدودیتونو پروړاندې اعتراض وکړ.

دوی چې د هرات سوداګرۍ او صنایعو خونې کې راټول شوي وو وویل، یادو محدودیتونو یې سوداګري له ستونزو سره مخ کړې او باید لرې شي.

د سوداګرو په وینا، په بهر او داخل کې د جامو پېر او پلور د بانکونو له لارې کېږي، خو له څو میاشتو راهیسې په اسانۍ خپلې ډالري پیسې د دې ولایت له بانکونو را اېستلی نه‌شي.

دوی زیاتوي، سره له دې چې میلیونونه ډالر په بانکي حسابونو کې لري، خو پر بانکونو د لګېدلي محدودیت له کبله میاشت کې یوازې ۱۰ زره ډالر رااېستلی شي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سعدخطیبي هم پر یاد محدودیت نیوکه کوي او وايي، که د سوداګرو ستونزې حل نه‌شي، اړ دي چې له هېواده خپلې پانګې وباسي.

د سوداګرو په وینا، د هرات بانکونه کله کله ۵ زره ډالر هم پېردونکیو ته ورکولی نه‌شي. دوی زیاتوي، بانک‌داران سوداګرو ته د ډالرو نه ورکولو لامل، بهر ته د پیسو اېستلو مخنیوی بولي.

بلخوا هرات کې د غضنفر او افغان یونایټېډ بانکونو مسوولان هم د سوداګرو یادې ستونزې مني، خو وايي چې دوی د مرکزي بانک د لارښوونې له مخې، خپلو پېرودونکیو ته ډېر ډالر ورکولی نه‌شي، خو د افغانیو په ورکول کې هېڅ ستونزه نه‌لري.

دغه مسوولان اېران ته د ډالرو قاچاق هم له بانکونو د ډېرو ډالرو پر را اېستلو د لګول شوي محدودیت یو لامل بولي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د مرکزي بانک نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه‌توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام