د بغلان د پوهنې دوه ماموران د ۳ میلیونو افغانیو په فساد تورن شوي

د بغلان برکې ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو مدیران سلطان‌محمد او غلام‌سرور سلام‌وطندار ته وايي، نږدې درې کاله کېږي چې د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست کارکوونکيو په دوامداره توګه خپلې تنخواوې او اضافه‌کارۍ نه‌دي ترلاسه کړي.

د ښوونځي ښوونکي وايي، د برکې ولسوالۍ د پوهنې امر او معتمد له لوري څه باندې درې میلیونه افغانۍ حیف‌ومیل شوې‌دي او د دې ولسوالۍ شاوخوا ۶ سوه ښوونکیو او د پوهنې ریاست کارکوونکیو تراوسه پورې خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

د ده په خبره، د ۱۳۹۶ کال د دلوې میاشتې معاش چې یو نیم میلیون افغانۍ کېږي، د ۱۳۹۵ کال د حوت میاشتې پنځوس سلنه معاش چې شاوخوا ۷سوه زره افغانۍ کېږي او د ۱۸ ملاظمینو اضافه‌کاري چې څلور سوه زره افغانۍ کېږي، له هغو پیسو څخه دي چې د دې ولسوالۍ د پوهنې امر او معتمد حیف‌ومیل کړې‌دي.

برکې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي سرښوونکی بسم‌الله وايي، هغوی د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست کارکوونکیو او ښوونکیو د معاشونو حیف‌ومیل کېدو په اړه د پوهنې ریاست چارواکیو او ولایت مقام ته خبر ورکړی‌و؛ خو تراوسه یې دې ستونزې ته لاس‌رسی نه‌دی شوی.

په ورته وته وخت کې د بغلان پوهنې ریاست سرپرسته لیلما فقیري وايي، په‌دې تړاو یې شکایتونه ترلاسه کړي؛ خو د موضوع د څېړلو له‌پاره یې دې ولسوالۍ ته یو پلاوی لېږلی دی.

ومو غوښتل په‌دې اړه د برکې ولسوالۍ د پوهنې امر محمد جلیل لیدلوری هم ترلاسه کړو؛ خو ونه توانېدو.

د برکې ولسوالۍ د پوهنې امر کورنۍ وايي، هغه له تېرو درېیوو ورځو راهیسې خپل کور څخه وتلی او ترواسه یې په اړه معلومات نه‌شته.

اخوا برکې ولسوالۍ کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې حکومت دې ولسوالۍ کې د ښوونکیو ستونزو ته لاس‌رسی نه‌دی کړی، قومي مشرانو پرېکړه کړې چې د دې ولسوالۍ د پوهنې امر او معتمد باید د ښوونکیو او پوهنې کارکوونکیو دوه میلیونه افغانۍ بېرته ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام