«حضرت علي، حاجي مومن، د ښېوې ولسوال او قومندان ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د ځانمرګي بريد مسوولان دي»

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی نوراغا ملکزی وایي چې حکومت په خپل کړو ژمنو کې پاتې راغلی.

نوموړي دا څرګندونې یک شنبه د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته وکړې او پر حکومت یې نیوکه وکړه چې تر اوسه یې د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د جنازې پر مهال د شوي برید عاملان نه دي نیولي.

ملکزي ګواښ وکړ که چېرې حکومت د پېښې عاملان ونه نیسي دوی به د حکومت ضد اعتراضونه پیل کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د یو شمېر کسانو نومونه هم واخیستل او ویې ویل چې په ملي شورا کې یې پرې عرېضه کړې خو حکومت یې پر وړاندې غلی دی. « په ملي شورا کې مې په والي، حضرت علي، رحمت الله، جنرال مومن او د ښېوې په ولسوال، قومندان او نور کسانو باندې عرېضه کړې، دوی ماته مسوول دي.»

هڅه مو وکړه په راپور کې د ولسي جرګې د غړي ملکزي په خبرو کې د یادو کسانو غبرګونونه ولرو خو د ځینو په نظر اخیستو بریالي نه‌شو.

په همدې حال کې د حضرت علي زوی او د ننګرهار د ولایتي شورا ريیس احمد علي حضرت د ده په پلار د ملکزي نیوکې پر ځای نه بولي او دا کار د دولت د وسله‌والو مخالفانو بولي. « دا کار د تروریستانو دی، دا کار د وکیلانو نه دی. موږ د پاکستان ای ایس ای خلک نه یو؛ خلک غواړي موږ په دې نوم بدنام کړي.»

په ورته مهال د  ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې د کوزکونړ په ولسوالۍ کې د شوې پېښې په اړه هم په ولایتي او هم په مرکزي کچه څېړنې پیل شوي چې پایلې به یې له ولسونو سره شریکې شي.

تېره روژه د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیس د یوه مړ شوي قومندان شېخ اکرم جنازې مراسمو کې ځانمرګی برید شوی و، چې د ولایتي شورا د غړي عبدالله لالاخان ملکزي په ګډون په‌کې له ۳۰ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۳۳ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام