د فاریاب د سقوط وېره او له ۲زرو د ډېرو پاڅونوالو راټولول

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق نن په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د میمنې ښار دفاع له‌پاره یې له ۲زرو زیات ولسي پاڅونوال تنظیم کړي‌دي.

ښاغلی فایق زیاتوي، له میمنې ښاره د وتلو هېڅ لار نه‌شته او دوی به په‌خپل ټول توان د طالبانو بریدونو ته ځواب ووایي. د ده په خبره، له دوښمن سره جنګېږي او تر اخري سلګۍ جنګېږي.

د فاریاب والي وایي چې ټولو ولسي پاڅونوالو ته تنخوا او مهمات ورکول کېږي.

ځېنو ولسي پاڅونوالو ویلي چې دولت په تېرو وختونو کې څو ځلې دوی ته پام نه‌دی کړی.

دوه ولسي پاڅونوال حبیب‌الله او خالمراد وایي، که دولت یې اړتیاوې پوره کړي؛ د خپلې خاورې او ښار دفاع ته چمتو دي. دوی چې که له طالب سره د جنګېدلو ژمنه کوي؛ خو له دولته بیا د مرستې غوښتنه هم کوي.

د فاریاب والي داسې مهال ولسي پاڅونوال تنظیم کړي چې پر میمنې ښار د طالبانو احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې‌دي.

د راپورونو له‌مخې، په جوزجان کې د داعشیانو له ماتې وروسته د څوو ولایتونو طالبان د میمنې ښار شاوخوا ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام