د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په ۱۵ کلنو فوټبال جام سیالیو کې دویمه بریا هم ترلاسه کړه چې د ترکمنستان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله یی هم له ماتې سره مخ کړه.
د مرکزي اسیا فوټبال شورا رسمي ټویټر پاڼې د معلوماتو لهمخې، افغانلوبډلې د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې د بېګا شپې په سیالۍ کې د ترکمنستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ د صفر ګول پر وړاندی بریا خپله کړه او ستره بریا یې ترلاس کړه.
له دې مخکې افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ـ چې د سږ کال ټورنمېنټ دفاعي اتله هم ده ـ ۲ د ۱ ګول پر وړاندې یې د قرغزستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړېوه.
د فاعي اتلې افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د اوزبېکستان په کوربتوب په روانو فوټبال جام سیالیو کې تراوسه ۴ لوبې کړېدي چې دوه یې ګټلي؛ خو ۲ نورې لوبې یې بایللي دي.
افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ۳ د صفر ګول پر وړاندې تاجکستان ته او بله لوبه یې بیا د ایران ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته بایللې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوېده، د افغانستان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله به سبا ماښام په خپلې وروستۍ لیګلوبې کې له کوربه اوزبیکستانۍ ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
افغان فوټبال ملي لوبډله اوسمهال په روانو سیالیو کې له ایران، اوزبیکستان او تاجکستان ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلو وروسته په ۲ بریاوو او ۶ امتیازونو سره څلورم مقام لري.