د غور امنیې قومندانۍ ویاند محمداقبال نظامي وايي، دغه کسان تېر ماښام د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شويدي.
د ښاغلي نظامي په وینا، پهدې تښتول شویو کسانو کې یو ډاکټر، موټرچلوونکي او څلور زدهکړیالان وو چې یو یې هلک او درې یې نجونې وې. د ده په خبره، طالبانو تښتول شویو کسانو ته هېڅ ډول زیان نهدی رسولی.
دغه کسان څو ورځې مخکې د دولتیار ولسوالۍ کورک سیمې څخه تښتول شويوو.