پاکستاني ملېشو خوست کې وسله‌وال برید کړی

د خوست د ولایتي شورا وکیل خان‌میر ځاځی وايي چې نن سهار پاکستاني ملېشه‌يي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو په جامه کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر پاڅونوالو وسله‌وال برید کړی.

 د ښاغلي ځاځي په وینا، په نښتې کې ۴ تنه پاکستاني ملېشې او ۳ تنه پاڅونوال وژل شوي‌دي.

 د نوموړي په خبره، نښته د ځاځي میدان ولسوالۍ سیدي‌کنډو په سیمه کې شوې او پاکستانيو ملېشه‌يي ځواکونو په‌کې د هاوان په څېر درنې وسلې هم کارولې دي.

 په ورته وخت کې د خوست امینې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر بینا سلام وطندار ته وویل چې نښته د پاکستانيو ملیشه‌يي ځواکونو له‌خوا پیل شوې چې ۷ تنه ملېشې او ۳ تنه ولسي پاڅونوال په‌کې وژل شوي.

د دۀ په وینا، نښته لا هم دوام لري او سیمې ته تازه دمي افغان ځواکونه ور روان دي.

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونه او ملېشې وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام