حکومت د نظام‌الدین قیصاري پرځای قیصار ته نوی امنیه قوماندان لېږلی

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام‌وطندار سره په خبرو کې تاییدوي، چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ قومي مشرانو سره یوې پایلې ته رسېدلي چې د دغې ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري نیولو پرسر د جنبش ګوند او حکومت ترمنځ د را ولاړې شوې ستونزې حل پورې به سمونیار عبدالقیوم کوهستاني د قیصار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست وي.

اخوا ډاکټر نقیب‌الله فایق چې په تازه‌ګۍ سره د فاریاب والي په توګه ګومارل شوی په یوې خبري غوڼده کې رسنیو ته وايي، د دغه ولایت قیصار ولسوالۍ ته د کومانډو ځواکونو په استولو د نامسوولو وسله‌والو کسانو مخه ونیسي او د قانون تر پښو لاندې کولو اجازه به هېچا ته ور نه‌کړي.

خو په فاریاب کې د جنبش ګوند شورا مشر عطامحمد فیضي وايي، دولت خپله د خلکو ترمنځ ننګونې او ستونزې زیاتوي.

له دې سره په جوزجان کې د جنرال دوستم زرګونه پلویان چې دا وخت یې د ټولو دولتي ادارو، ښوونځیو، نیمه‌لوړو زده‌کړو موسېسو، بانکونو او د فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو لویې‌لارې تړلي خبرداری ورکوي؛ که دولت د هغوی مدني غوښتنو ته ځواب ورنه‌کړي د حکومت پر وړاندې به ملي پاڅون وکړي.

د مولوي عبدالحي حیات او حمیدالله جنبش په نومونو دوو اعتراض کوونکیو سلام‌وطندار ته وویل، که حکومت او نړۍواله ټولنه په فاریاب کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام‌الدین قیصاري خوشې کولو او هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راګرځولو په اړه توجه ونه‌کړي له ټولو سوداګریزو بندرونو سره به د کابل لویه لار وتړلي او په کابل به وارداتي برېښنا پرې کړي.

یوشمېر دغو اعتراض کوونکیو د جوزجان ځېنو رسټورانټونو ښيښې ورماتې کړې او خبرداری یې ورکړ چې د فعالیت په صورت کې به له سختې سزا سره مخ شي.

له دې سره جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګانو ولایتونو کې د جنرال دوستم زرګونه پلویان او د افغانستان ژغورنې له‌پاره ملي اېتلاف غړي سړکونو ته راووتل او له حکومته یې وغوښتل نظام‌الدین قیصاري ورخوشې کړي.

هغوی په فاریاب ولایت کې وروستیو ګومارنو ته په اشارې، ارګ تورنوي چې په دغه ولایت کې د داعش پروژه تطبیق کوي.

ورته وخت کې د باروړونکیو موټرو سلګونه موټر چلوونکي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د فاریاب، سرپل او وبلخ ولایتونو لویو لارو کې بند پاتي وايي، په ورځ کې له ۵ تر ۱۵زره افغانیو پورې تاوان ور رسیږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، مدني او قانوني اعتراضونه د هر وګړي حق دی خو دغه اعتراضونه نه باید دولتي او خصوصي بنسټونو ته د زیان رسېدو لامل شي.

نوموړی د ښاغلي قیصاي برخلیک په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي فاریاب ولایت ته پلاوی لېږل شوی چې له څو ورځو راهیسې په دې برخه کې کار کوي.

سره له دې چې د نظام‌الدین قیصاري خوشې کولو له‌پاره د فاریاب او د یوشمېر نورو ولایتونو اوسېدونکیو اعتراض پنځمې ورځې ته وغځېده، خو حکومت تر اوسه پورې د اعتراض کوونکیو دغو او نورو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام