د طالبانو له لوري د اوربند لومړیو ساعتونو کې د هغه د دوام له‌پاره هیله

د طالبانو له لوري د اوربند اعلانولو لومړیو ساعتونو کې ولسمشر محمداشرف غني په ارګ کې د اختر لمونځ له ادا کولو وروسته له طالبانو وغوښتل چې د جګړې، تاوتریخوالي او هېواد کې د وینې تویېدو مخنیوي له‌پاره اعلان کړي اوربند ته دوام ورکړي.

هغه وویل، د اختر لومړۍ شپې له دولسو بجو وروسته د اختر تر درېیمې وروځې د دواړو له لوري اوربند عملي دی.

ښاغلی غنی همدارنګه وايي، د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې هېواد کې د وینې تویېدو مخنیوی وکړي او د سولې تامینېدو لامل شي.

ولسمشر زیاتوي، افغان حکومت د یوه جامع پروګرام پر بنسټ، روان کال کې د سولې تامینولو له‌پاره ګامونه اوچت کړي‌دي.

افغان ولسمشر را روانو ټاکنو ته په اشارې وايي، افغانان پرته له ټاکنو د خپل برخلیک له‌پاره بله لار نه‌لري او دا چې راتلونکیو ټاکنو ته څه باندې شپږ میلیونو کسانو نوم‌لیکنه کړې؛ هیله‌‌من دی.

ښاغلي غني د افغانستان له اوربنده د نړۍوالې ټولنې، امریکا متحده ایالتونو، برتانیې، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، د شانګهای همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې له ملاتړه مننه وکړه.

افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې طالبانو سره اوربند اعلان کړی؛ خو دې ډلې بیا یوازې د اختر په درېیو ورځو کې د افغان حکومت اوربند ته مثبت ځواب ورکړی.

دا د روانې اولس کلنې جګړې په تاریخ کې لومړی اوربند دی چې د دولت او مخالفینو له لوري اعلان شوی او افغان حکومت هیله‌ څرګندوي، دغه لنډمهاله اوربند هېواد کې د تل‌پاتې سولې لامل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام