
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، د نومليکنې په دويم پړاو کې د نومليکنې ډېری مرکزونه په زرمت ولسوالۍ کې تړل شويدي.
دوی وايي، د زرمت د شپږو مرکزونو په ګډون په ټول ولايت کې د نومليکنې ۱۹ مرکزونو کې څوک نومليکنه نهشي کولی.
پکتيا کې د ټاکنو د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له ناامنيو سره ـ سره په ټول ولايت کې ۱۲۰ زرو کسانو نومليکنې کړېده.
ښاغلی فيضي وايي، هڅه کوي چې پاتې بند مرکزونه هم د امنيتي ځواکونو په مرسته فعال کړي.
د پکتيا اوسېدونکي هم د ناامنيو څخه شکايت کوي او وايي، په رڼا ورځ په مرکز ګردېز کې د ناامنيو خبرونه ګوري؛ خو اړوندې ادارې یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.
د ولايتي شورا پخواني وکيل ګلزار ځاځي سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، د امنيتي ځواکونو بېتفاوتې همداسې روانه وي؛ د نومليکنې په درېيم پړاو کې به د نومليکنې ډېر مرکزونه وتړل شي.
د پکتيا امنيتي مسوولان د نورو ولايتونو په پرتله د دې ولايت امنيت ډامن بولي او وايي، هڅه کوي چې خلکو ته په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو د نومليکنې پروسه برابره کړي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمنوال نثاراحمد عبدالرحيمزی وايي، د امنيت د خونديتوب لهپاره په هره برخه کې پلانونه لري.
د ده په خبره، هڅه کوي چې امنیت ښه شي او تر ډېره پهدې کار کې بریالي شوي هم دي.
د ټاکنو لهپاره د نومليکنې درېيم پړوا د ولسواليو په کليوالي او لېرې پرتو سيمو کې نهدی پيل شوی او تر څنګ یې ډېر اندېښنې موجودې دي چې ټول خلک به د ناامنيو له امله په ټاکنو کې برخه ونهاخلي.





