راشد او نبي له بنګله‌دېش سره په نننۍ سیالۍ کې د ریکارډ چانسونه لري

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د کرکټ په‌خپل تاریخ کې د لومړي ځل له‌پاره په یو دو‌ه‌اړخیز ۲۰ اوریز کرکټ سیریز کې د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

پلان شوې ۲۰ اوریزې لوبې چې لومړۍ یې نن د افغانستان پر وخت د شپې ۷ بجې د هندوستان په کوربتوب په «دهرادون» ښار راجیف‌ګانډي نړۍوال کرکټ لوبغالي کې کېږي؛ د لوبډلو ترڅنګ د افغانستان لوبغاړیو راشدخان او نبي عیسې‌خیل له‌پاره هم مهمې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، که راشدخان د بنګله‌دېش خلاف په نننۍ ۲۰ اوریزې لوبې کې یوازې یوه وېکټ ترلاسه کړي؛ نو د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې به لومړی بالر شي چې په کمو ورځو یانې ۲ کالو او ۲۲۰ ورځو کې ۵۰ وېکټې ترلاسه کوي؛ خو په نننۍ وېکټ به د کمو شل‌اوریزو لوبو وروسته د ۵۰ وېکټو په پوره کولو سره دویم مقام ترلاسه کړي.

راشدخان په ترسره شویو ۳۰ نړۍوالو شل‌اوریزو لوبو کې تراوسه ۶۸۴ باله ویشتي او ۶۹۳ منډي یې ورکړي چې د ۳ منډو په بدل کې یې د ایرلینډ پر خلاف د ۵ وېکټو اخېستل د نړۍوال کرکټ بهترینه توپ‌اچوونه شمېرل کېږي چې کرکټ په‌خپل تاریخ کې به د لومړي ځل له‌پاره له بنګله‌دېش سره په ۲۰ اوریز لوبه کې ولوبېږي.

دغه ریکارډ اوسمهال له سریلانکایي توپ‌اچوونکي «اجنتا مینډیس» سره دی چې په پوره ۴ کلونو کې یې په ۲۶ شل‌اوریزو لوبو کې ۵۰ وېکټې ترلاسه کړي‌دي.

د راشدخان ترڅنګ نبي عیسی‌خېل باید په نننۍ سیالۍ کې ۳۹ منډې جوړې کړي چې د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې د شاهد افریدي، شکیب‌الحسن، تیسارا پریرا او ډیون براوو وروسته به پنځم ال‌راونډر شي چي د ۵۰ وېکټو ترڅنګ ۱۰۰۰ منډې هم پوره کوي.

دغه راز که بنګله‌دېشی کپتان شکیب‌الحسن نننۍ سیالۍ کې ۲ وېکټې ترلاسه کړي؛ نو نوموړی به د شاهد افریدي او جیک کیلیس وروسته درېیم کرکټ لوبغاړی شي چې په‌خپلې ۳۰۰مې نړۍوالې سیالۍ کې ۵۰۰ وېکټې او ۱۰۰۰۰ منډې پوره کوي.

شاهد افریدي او جیک کیلیس له ۵۰۰ څخه په پورته نړۍوالو سیالیو کې لومړي لوبغاړي وو چې ۵۰۰ وېکټې او له ۱۰ زرو پورته منډې یې جوړې کړې‌دي.

همداراز د هندوستان راجیف ګانډي نړۍوال کرکټ لوبغالی به چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی او د ۲۵ زرو نندارچیانو د ناستی ځای لري؛ د دې هېواد ۲۱م نړۍوال لوبغالی شي چې د لومړي ځل له‌پاره د نړۍوالې شل‌اوریزې لوبې او نړۍوالو لوبډلو کوربتوب کوي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په ۲۰۱۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې یوازې یوه نړۍواله شل‌اوریزه لوبه شوې چې افغان لوبډله په‌کې په ۷۲ منډو سوځېدلی وه او بنګله‌دېش په ۹ وېکټو بریا خپله کړې‌وه.

اتم مقام لرونکې فغان او لسم مقام لرونکې بنګله‌دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو ۵ شل‌اوریزو لوبو کی دوه ـ دوه لوبې ګټلي او دری لوبې یې بایللی دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام