
د غزني معترضان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون لهخوا له ورلېږل شوي پلاوي سره پایلې ته له نه رسېدلو وروسته خبر ورکړ چې د دوی پرلت به همداسې دوام وکړي.
د دې معترضانو له جملې یو سرلاری خلیلالله هوتک وايي، د ټاکنو حوزوي کول د دوی بنسټیزه غوښتنه ده. ښاغلی هوتک د خپلې دې غوښتنې اصلي لامل ناامني ګڼي.
په ورته وخت کې د معترضانو بل سرلاری عبیدالله سادات وایي، غزني کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر کارکوونکیو کې د بدلون راوستلو په برخه کې د مرکزي کمېسیون له پلاوي سره هوکړې ته رسېدلي؛ خو د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنې ته د رسېدو لهپاره به ولسمشر سره وګوري.

دوی وايي، تر څو چې له ولسمشرغني سره پایلې ته نه وي رسېدلي؛ د اعتراض ختمولو پرېکړه نهشی کولی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی حفیظالله هاشمي چې د دغه پلاوي په راس کې غزني ته تللی و، وايي چې د اعتراضکوونکیو هغو غوښتنو ته به پام وشي چې د کمېسیون په وس کې وي؛ خو د دوی له توانه پورته غوښتنې لکه د ټاکنو حوزوي کېدل؛ هغه به ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر کارکوونکیو کې بدلون، د ټاکنو حوزوي کېدل، په تذکرو کې د سټیکر نه لګول او د غزني د ناامنو ولسوالیو امنیت تامینول، د پرلتوالو له اصلي غوښتنو شمېرل کېږي.





