د حکومت په کچه د بنسټیزو پروژو د څېړنې سروی پیل شوه

د کلیو پراخیتا او بیارغونې چارواکي وایي، چې له ۲۰۰۲ زېږدیز کال نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې یې د حکومت په کچه د ۸ ولایتونو په کلیو او ښارونو کې د بنسټیزو پروژو د سروې او څارنې کار پیل کړی‌دی.

د دې وزارت وزیر نصیراحمد دراني د یوې غونډې پرمهال وویل، چې په‌دې کار به شاوخوا ۳۳میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

دراني وویل، د دې سروې موخه د پراخیتایي پروژو د پلان منظمول، په منظمه توګه د پراختیایي پروژو پلي کول، په پروژو کې د روڼوالي رامنځته کول او له ۱۴ کالو راهیسې د پلي شویو پروژو شمېرو راټولول دي.

د کلیو پراخیتا او بیارغونې وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې تر اوسه د حکومت په کچه داسې کوم سیستم نه و، چې له‌مخې یې د پراختیایي پروژو په اړه ولس ته راپور ورکړل شي او نه هم د دغو پروژو د پلي کولو له‌پاره کوم منظم پلان موجود و.

ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې دا سروې په تخار، سمنګان، هرات، کندهار، خوست، پنجشېر او یو شمېر نورو کې پیل شوې‌ او د روان کال په ۳ میاشتو کې به بشپړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام