د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې په وروستیو طبیعي پېښو کې د دې ولایت اوسېدونکیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د بدخشان د والي ویاند نیکمحمد نظري وايي وروستیو ورځو کې بارانونو او سېلابونو د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷ تنو اوسېدونکیو ژوند اخېستی، له ۱۰۰ ډېر کورونه یې وران کړي او په سلګونو جریبه کرهڼیزه ځمکه یې تخریب کړېده.
پر دې سربېره د بدخشان اوسېدونکي د سېلابونو له امله د تګ ـ راتګ لهپاره د لاریو د بندېدلو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د هغو کورنیو چې له یوې خوا یې حاصلات له لاسه ورکړل؛ له بلېخوا د استوګنې لهپاره هېڅ ځای نهلري او په سپین میدان ژوند کوي.
د بدخشان د والي ویاند همدارنګه وايي، د مرستو رسولو په پار د څېړنې ډلې سیمو ته تللې دي او د شپې له ناوخته راهیسې ټولګټو ریاست واټونه پاکوي چې د ټرافیکو پرمخ لاره خلاصه شي.