«د ثواب په میاشت کې» د خوراکي توکیو بیې له لوړې شوي

څو تنه کابل‌ښاریان د روژې او ثوابونو میاشتې له رارسېدلو سره د خوراکي توکیو له لوړیو بیو شکایت کوي او وايي، د تېرو پنځو ورځو په پرتلې د خوراکي توکیو نرخونه لوړ شوي چې هېواد کې د وزګارتیا لوړې کچې ته په پام یې خلک د اخیستلو توان نه‌لري.

په ورته وخت کې د کابل باغ‌قاضي سیمې څو تنه هټيوال وايي، د روژې په را رسېدلو سره په هره کیلو لوبیا، نخود، مۍ او دالو کې ۱۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی او د دې ترڅنګ د وړو یو ۵۰ کیلویي بورۍ چې پخوا ۱۰۸۰ افغانۍ وه اوس ۱۱۵۰ افغانیو ته رسېږي. دوی زیاتوي، دغه راز یوه بورۍ وریجې چې پخوا به ۲۰۵۰ افغانۍ پلورل کېده؛ اوس په ۲۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او یو ټیم ۱۶ لیټره غوړي چې پنځه ورځې وړاندې په ۱۰۲۰ افغانۍ پلورل کېدل؛ اوس په ۱۰۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار هټیوال د تقضا زیاتوالی او د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې لوړېدل د خوراکي توکیو د بیې لوړېدلو مهم لاملونه بولي.

خو د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د اختر، روژې او نوي کال په را رسېدلو سره سوداګر پرته له کوم لامل نرخونو کې زیاتوالی راولي او دوی په‌دې اړه د خصوصي سکتور په مرسته یوه کمیټه جوړه کړې چې د خوراکي توکیو له نرخونو څارنه وکړي.

هغه وايي، که چا سرغړونه کړې‌وي؛ عدلي او قضایي بنسټونو ته به یې ور وپېژني.

دا داسې مهال دی چې له یوې میاشتې را په‌دې‌خوا د یو امریکايي ډالر بیه ۲ افغانۍ لوړه شوې او د دالو، نخودو، لوبیا په څېر ځېنې خوراکي توکي هېواد کې دننه کې هم تولیدېږي؛ خو د روژې میاشتې په رارسېدلو سره هم د کورنیو او هم د بهرنیو وارد شویو توکیو بیې لوړې شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام