«که د تخار برېښنا وصل نه‌شي؛ محلي حکومت رخصتوو»

نن په سلګونو تخاریانو په‌دې ولایت کې د برېښنا د نه‌شتوالي له امله لاریون وکړ او د والي له دفتره د وتلو لاره یې د څوو ساعتونو له‌پاره تړلې وه.

اعتراض‌کوونکیو چې «برېښنا غواړو» شعار یې ورکولو، محلي حکومت په‌دې تورن کړی چې د طالبانو له لوري د پرې شوې ۲۲۰ ولټه برېښنا په بیاځلي تړلو کې ناغېړي کوي.

دوی له حکومته غواړي چې هر څومره ژر کېږي؛ د تالقان ښار برېښنا دې وتړلي؛ ګنې پراخ لاریونونه به وکړي.

دوی خبرداری ورکوي، که د دې ولایت د برېښنا ته پام ونه‌شي؛ محلي حکومت به رخصت کړي او د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې مرکزونه به وتړي.

اعتراض‌کوونکي د ۱۰ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د تخار برېښنا د تړلو، له غیرمسوولو کسانو نه د وسلو راټولولو او د ماورای کوکچه او تالقان ښار د سړک پخولو غوښتونکي شول.

د تخار د والي ویاند سنت تیموري وايي چې د کندوز ولایت په اق‌تاش ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو له‌پاره د پوځي عملیاتو چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به د تالقانو برېښنا بېرته وصل شي.

د ویلو ده چې طالبانو ۳ میاشتې مخکې د کندوز ولایت په اق‌تاش سیمه کې د تخار ولایت د برېښنا مزی پرې کړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام