هېواد کې نن د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې ۹۱۵ مثبتې پېښې شوي

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه ورځ کې د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د کورونا ویروس له ۱۵۷۰ شکمنو  پېښو ۹۱۵ يې مثبتې وې چې په کووېډ۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۸ زره او ۹۶۹ ته ورسېد.

له ياد وزارته نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲۳ کسان په کابل، ۲۰۱ په هرات، ۱۱۶ بلخ، ۲۹ کندوز، ۲۳ کونړ، ۲۱کندهار، ۲۱ فراه او ۲۱ هم سرپل کې ولايت کې ثبت شوي دي.

همداراز ۲۰ هلمند، ۱۵ سمنګان، ۱۱ پکتيا، ۷ ننګرهار، ۴ وردک او ۳ کسان هم لغمان کې دي.

د معلوماتو له مخې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له  کبله ۹کسان مړه شوي او ۱۷۸بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر۳۰۹  او د بېرته رغېدلو هم ۱۷سوه او ۶۳ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د ټولنیز واټن په مراعتولو او روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره کېدای شي، افغانستان کې د کورونا ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام