د افغانستان د دري ژبو ترکتبارانو د انسجام شورا غړي نن د ولسي جرګې مخې ته راټول شويوو او په برېښنايي پېژندپاڼو کې یې د خپل «تبار» هویت د ذکرولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د دري ژبو ترکتبارانو د انسجام شورا رییس عظیم خنجاني د دې راټولېدنې د موخې په اړه وویل، ولسي جرګه باید پر حکومت فشار راولي چې په برېښنايي پېژندپاڼه کې د ترکتبارانو د هویت کلمه ورزیاته کړي.
جنجاني وايي، وروسته لهدې باید پهخپل اصلي هویت وپېژندل شي، ادعا کوي تاجیک نه دي او پر دوی د هغه ورتحمیل شوي هویت مخه دې ونیول شي.
د افغانستان د ترک توکمو شورا مشر عظیم خنجاني وايي، هغوی د ملت په توګه د افغان کلمې له ذکر کولو سره ستونزه نه لري، خو د قوم نوم یې هم باید په برېښنايي پېژندپاڼو کې ولیکل شي.
پهدې اساس، ولسي جرګې د افغانستان د دري ژبو ترکتبارانو د انسجام شورا له راټولو شویو غړیو سره د خبرو لهپاره یو پلاوی وټاکلو چې د دې پلاوي استازي مخدوم ابدالالله محمدي له دوی سره له خبرو وروسته وویل، افغان دري ژبي ترکتباران ادعا کوي چې دوی په افغانستان کې ۵۰ قومونه دي او اوس ټول غواړي چې په پېژندپاڼه کې یې هویت ذکر شي او له اوسني وېشلي حالته راووځي.
راټولو شویو ترکتبارانو پر دې سربېره له ولسمشر غني نه په اساسي قانون کې «تُرک» د مستقل قوم په توګه د یادولو په اړه د ځانګړي فرمان د صادرولو غوښتنه وکړه.
لهدې مخکې د افغانستان ساداتو هم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د خپل هویت د ذکرولو غوښتنه کړېوه.
دا غوښتنې داسې مهال مطرحېږي چې تر دامهاله د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه هوکړه نهده شوې.