«د افغانستان له ټاکنو مالي او تخنیکي ملاتړ کوو»

د افغانستان له‌پاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، اروپايي ټولنې د افغان حکومت د سمون پروګرامونو عملي کولو په موخه د دې هېواد مالیې وزارت سره ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د ښاغلي پیري مایدون په وینا، اروپايي ټولنه نه یوازې د پراختیايي پروژو په برخه کې بلکې په سیاسي مسایلو او د یو ولسواک حکومت په ټینګښت کې د افغانستان ملاتړی دی. له دې لیدلوري ټاکنې د ولسواکۍ او سولې ټینګښت په برخه کې یو اساسي چاره ده. په خبره یې، دا مرسته کوي ترڅو اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړ پروسې په برخه کې ګټوره تمامه شي، سره د دې اروپايي ټولنه تل ملاتړی رول لري.

د افغانستان له‌پاره د اروپايي ټولنې سفیر د خبرو په یوې برخه کې وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت لامل شوی چې دغه هېواد ۲ رقمي اقتصادي وده ولري، خو دغه بهیر په وروستیو کلونو کې نزول کړی دی.

اوسمهال اروپايي ټولنه هڅه کوي د افغانستان اقتصادي ودې رقم ۲،۴ سلنې ته لوړ کړي. د ښاغلي مایدون په خبره، د افغانستان اقتصادي ودې له‌پاره دغه رقم هم کافي نه دی. خو د یو مخ پرودې هېواد د اقتصادي ودې له‌پاره یوازېنۍ مناسبه لاره اروپايي هېوادونو ته له تعرفي پرته د اقتصادي توکیو صادرول دي. البته چې د اروپايي ټولنې دغه وړاندیز نه یوازې افغانستان بلکې ۴۹ مخ پرودې هېوادونو ته هم دی.

مایدون له ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او د هغوی برخلیک ته په اشارې وویل، د اروپايي ټولنې له‌خوا هڅې روانې دي چې راستنېدونکیو ته زده‌کړیز کورسونه، د کسب زده‌‌کړې کورسونه او سرپناوې برابرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام