ډاکټرعبدالله: د برېښنایي پېژندپاڼې وېش په اړه د لسمشر پرېکړه مشروعیت نه‌لري

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د لومړۍ برېښنایي پېژندپاڼې په اخېستلو د برېښنایي دا ملي بهیر په رسمي بڼه پیل کړ. خو له هغه څو ساعته وروسته اجرایوي رییس عبدالله عبدالله  دغه بهیر ته په غبرګون کې وویل چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش په اړه د ولسمشر پرېکړه مشروعیت نه‌لري.

د ښاغلي عبدالله په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو لومړیتوب امنیت، سولې او ټیکاو ته رسېدل دي او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر په هېواد کې کړکېچ رامنځته کوي.

اجرایوي رییس زیاتوي، د دې پېژندپاڼو وېش د خلکو غوښته وه او ده؛ خو په اوسنیو شرایطو کې د دغه بهیر پیل له عوام‌غولونې پرته بل څه نه دي.

د ده په خبره: «کله چې په ګوندونو، مدني بنسټونو او ټولنه کې د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه دومره بحثونه وو؛ مانا یې دا ده چې د نظر توپیر شته او دا د نفاق لامل ګرځي. ستونزه نه حلوي، ستونزه زیاتوي. ځکه خو زه په‌دې پرېکړه کې شریک نه وم او شریک نه یم. دا موضوع روښانه وینم چې خلکو ته د غلطو شمېرو په ورکولو سره، دغه بهیر کوم ځای ته نه رسېږي.»

ښاغلی عبدالله وایي، د امنیت ټینګښت ترڅنګ د فساد پرضد مبارزه، د ولسي جرګې او ولسمشري پر وخت او رڼې ټاکنې مهمې دي.

د ښاغلي عبدالله په باور، په‌ اوسنیو شرایطو کې ډېر خلک د برېښنایي پېژندپاڼو اخېستلو ته مراجعه نه‌کوي.

په همدې حال کې د ملي کنګرې په نوم ګوند مشر عبدالطیف پدرام د ولسمشر د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د ملي هویت په توګه د افغانستان  ټولو وګړیو ته د افغان ویې کارول او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل د ولسي جرګې پرېکړې خلاف دی او د ولسمشر غني دغه اقدام به له خلکو سره د جګړې اعلان په معنا وي.

د برېښنایي پېژندپاڼو بهیر پیل په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راغلي، ځېنو یې مخالفت؛ خو ځېنو نورو یې ملاتړ کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام