د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ښځینه سرتېرو شمېر کم شوی

د افغانستان بیارغونې له‌پاره د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار تازه ریپوټ ښيي چې د ۲۰۱۸ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۹۷ ښځینه سرتېرو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو بهیر شوي دي.

سیګار د آر- اس جنسیت سلاکار دفتر د معلوماتو پر بنسټ دغه ریپوټ کاږلي د افغان امنیتي ځواکونو لیکو کې د ۴۳۳۵ ښځینه منسوبینو له ډلې ۲۹۷ هغو یې خپلې دندې پرېښې دي.

د سیګار ریپوټ ښيي د افغان پولیسو او پوځ په لیکو کې د سرتېرو شمېر کم شوی دی.

د افغانستان بیارغونې له‌پاره د امریکا ځانګړې سرپلټونکې اداره  وايي، د ۲۰۱۷ کال له سپټمبر بیا د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې ۱۸۰ ښځینه پولیسو خپلې دندې پرېښې چې لامل هم له کورنیو چارو دفاع وزارت ته د پوله ساتو پولیسو مسوولیت لېږد دی.

د سیګار ریپوټ زیاتوي، د افغانستان دفاع وزارت هوډ لري راتلونکیو ۴ کلونو کې هر کال د ۱۶۰۰ ښځینه سرتېرو په ګومارلو سره دغه وزارت کې د ښځینه ځواکونو شمېر زیات کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام