تر دوو میاشتو به د رسنوالو د تېرو ۱۰ کالو دوسیې وڅېړل شي

د ولسمشر دوویم مرستیال سرور دانش کابل کې د مطبوعاتو نړۍ‌والې ورځې په مناسبت یوې خبري غونډې ته وویل، د خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه دوسیې چې په تېرو ۱۰کالونو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ثبتې شوي؛ تېرو ۶میاشتو کې ورته لاس‌رسی شوی او تر راتلونکيو دوو میاشتو به د تېرو لسو کالو دوسیې هم وڅېړل شي.

ښاغلی دانش زیاتوي، د دغو دوسیو په تنظیم، تعقیب او ډل‌بندۍ کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې مهم رول لوبولی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت همغږي‌کولو ګډې کمېټې چې یو نیم کال مخکې د رسنیو، د خبریالانو ملي ټولنو، اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو له لوري رامنځ ته شوه، موخه یې د خبریالانو د امنیت او مصونیت تامینول دي.

د ولسمشر دوویم مرستیال وايي، د دې ترڅنګ چې دې کمیټې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي تېرو ۱۰ کلونو قضیو ته لاس‌رسی کړی؛ د حکومت او رسنیو ترمنځ د باور رامنځته‌کولو او بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د ناوړه چلن پېښو ته یې لاس‌رسي کې ډېر کار کړی‌دی.

دا داسې مهال دی چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نوي راپور پر اساس، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو لېست کې له ۱۲۰ ځایه ۱۱۸ ځای ته لوړ شوی‌دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان راپور وايي، افغانستان کې مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت سره ـ سره افغان خبریالان د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کې د ثابت قدمۍ له امله د ستایلو وړ دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام