
د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو کابل کې د یوې علني غونډې پرمهال د ټاکنو اړوندو بېلابېلو پړاونو مهالوېش اعلان کړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، له مهالویش سره سم به د نوملیکنې لړۍ د غبرګولي تر۲۲ نېټې دوام وکړي چې د نوملیکنې بهیر په اړه شکایتونو ته رسېدل به د وري میاشتې له ۲۵ پیل او د چنګاښ تر لومړۍ نېټې به دوام ومومي او د رایې ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پایلې به د زمري میاشتې په ۲۳ نېټې اعلان شي.
د اعلان شوي مهالوېش پربنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو نوملیکنې لړۍ به د غبرګولي په ۵ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې دوام وکړي. د نوماندانو په اړه د راغونډو شویو معلوماتو څېړل به د غبرګولي میاشتې په ۶ پیل او د چنګاښ په ۶مه پای ته ورسېږي.
د نوماندانو لومړی نوملړ به د چنګاښ په لومړۍ نېټه خپور شي د دغه نوملړ په اړه اعتراضونه به د چنګاښ له ۷ تر ۹ دوام وکړي. هغه نوماندان چې غواړي له خپلې نوماندۍ تېر شي د چنګاښ له ۸ د زمري تر ۱۰ پورې ورته وخت ټاکل شوی دی.
دغهراز د نوماندانو وروستی نوملړ به د زمري په ۱۲مه او له امنیتي پلوه د رایې ورکولو د مرکزونو وروستی نوملړ به د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد همدارنګه وویل، د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیز کمپاین به د تلې په ۱۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵ نېټې دوام وکړي.
صیاد، د رڼو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې پروسه کې باید د افغانستان هر وګړی، سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، اړوند بنسټونه او رسنۍ برخه واخلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ټاکنیز کمپاین به د تلې په ۱۱ پیل او تر ۲۵مې دوام ومومي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه شکایتونه د تلې له ۶ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۷ نېټې دوام وکړي.
د هغه په وینا، د تلې میاشتې په ۲۸ به ټاکنې ترسره شي او د ولسي جرګې د نوماندانو د رایو جمع بندي به د تلې په ۲۸ د لړم تر۱۹ نېټې دوام ومومي او د رایو شمېرلو او د رایو ورکولو بهیر په اړه د شکایتونو درج او ورته لاسرسی به د تلې له ۲۸ نه د لړم تر۲۹ پورې دوام وکړي.
د ټاکنو کمېسیون چارواکي زیاتوي، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۱۹ اعلان شي او په دې اړه د شکایتونو ثبتول به د همدې میاشتې په ۲۰پیل او تر ۲۱ پورې دوام وکړي چې له هغې وروسته به یې څېړل پیل او د لیندۍ تر ۱۴ به دوام وکړي.
د اعلان شوي مهالوېش پر اساس د لیندۍ میاشتې له ۱۴ تر ۲۱ پورې د ټاکنو کمېسیون ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پایلو له سپارلو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قوس میاشتې په ۲۹ نېټه وروستۍ پایلې اعلان کړي.
دغهراز د ولسوالیو شوراګانو د رایو جمعبندي به د عقرب له ۲۰ د قوس تر۱۷ دوام وکړي او د ولسوالیو شوراګانو لومړنۍ پایلې به د قوس په ۱۸ نېټه اعلان او په دې اړه د شکایتونو د ثبت لړۍ به د لیندۍ له ۱۸ تر ۲۰ دوام وکړي چې د لیندۍ له ۲۰ د جدي تر ۲۲ به وڅېړل وشي او د شکایتونو کمیسیون به د جدي له ۲۳ تر ۲۸ پورې د ټاکنو کمیسیون سره خپله پرېکړه شریکه کړي، چې د دلوې په ۴ نېټه به وروستۍ پایلې اعلان شي.





