داعشیانو صحرايي محکمې کې د ۱۱ کلن ماشوم سر پرې کړ

د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري سلام وطندار ته وویل چې، داعشیانو پرون د دې ولایت د درزاب ولسوالۍ په مغول کلي کې یو ۱۱ کلن ماشوم صحرايي محاکمه کړی او بیا یې ترې سر پرې کړی‌دی.

 د غفوري په وینا، دا ۱۱ کلن ماشوم ریحم نومېد او د درزاب ولسوالۍ د بتوي سیمې اصلي اوسېدونکی و.

 د والي ویاند زیاته کړه، دا ماشوم په‌دې دلیل وژل شوی چې اوخښي یې د پولیسو په لیکو کې دنده لرله.

د درزاب ولسوالۍ یو اوسېدونکي بازمحمد داور سلام وطندار ته وویل چې داعشیانو دا ماشوم د پولیسو پوستو ته د اوبو او ډوډۍ په وړلو تورن کړی او بیا له صحرايي محاکمې وروسته ترې سر پرې کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام