د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرزاق یوې خبري غونډې کې وویل چې سپینږیرو او نړۍوالې ټولنې په مرسته د کوټې شورا ۶۰ لوړپوړي طالبمشران د سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
څه باندې یوه میاشت مخکې ولسمشرمحمداشرف غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې وسلهوالو طالبانو ته پرته له کوم شرطه د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو بلنه ورکړه او دې ډلې ته یې د راتګ ترڅنګ د سیاسي ګوند د جوړولو وړاندیز هم وکړ. خو دا لومړی خل دی چې په دومره شمېر طالبمشران د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو هیله ښيي.
د کندهار امنیه قوماندان په خبره، د راتلونکیو پارلماني او ولايتي شورا ټاکنو کې به لهدې طالبمشرانو څخه هم ځېنې ځانونه نوماند کړي.
هغه همدا ډول روسيه او ایران تورن کړل چي د يو شمېر افغان سياستوالو پهواسطه د سولې مخه نیسي.
د رازق په وینا، د یادو کسانو له سولې سره د یوځای کېدو بهیر به پر امنیت مثبت اغېز وکړي او نور وسلهوال طالبان او د هغوی مشران به هم د سولې پروسې ته مایل کړي.
دا پهداسي حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسي له کابله رانیولې، تر هلمند، ننګرهر، کندهار، زابل، کندوز او ان بلخ ولایت ته هم د سولې خیمو درول غځېدلي او له وسلهوالو طالبانو یې غوښتنه کړې چي د سولې بهیر ته هرکلی ووايي.
طالب ویاند قاري یوسفاحمدي بیا دا خبر ردوي.
خو د سولې عالي شورا تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.