
د ملي شورا د پخوانیو غړیو د شورا رییس محمدعارف نورزي د غونډې برخهوالو ته وویل چې د دې شورا ملي رسالت د ملي وحدت پیاوړي کول، د خلکو او دولت ترمنځ د همکاریو او اړیکو ټینګښت دی.
ښاغلي نورزي همداراز زیاته کړه چې دوی به د ټاکنو، د قوانینو د طرحو په تعدیل، د فساد په لهمنځه وړلو، عدالت پلي کولو، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې له اړوندو بنسټونو سره د اصلاحاتو په برخه کې مرسته وکړي.
د دې شورا رییس دا هم وویل چې د شورا د غړیو په باور، د لګښتنو د مخنیوي په موخه د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو سره یوځای باید د ولایتي شورا ټاکنې هم وشي.
دا شورا هڅه کوي چې د ښې حکومتوالۍ او ثبات د رامنځته کېدا لهپاره کار وکړي.
دغه راز د سولې عالي شورا او د ملي شورا د پخوانیو غړیو د شورا غړي عطاالله لودین وویل چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي ترڅنګ د کار نهشتوالي سره د خلکو ژوند ښه نهدی، په همدې اساس د ملي شورا پخواني غړي دې ته اړ شول چې په ټولنه کې له خپل نفوذه کار واخلي او یوه مناسبه حللاره وړاندې کړي.

ده وویل چې دوی به په غیررسمي توګه د ملي شورا د تمثیل لوبولو تر څنګ حکومتي نیمګړتیاوې په ګوته کوي او حللارو په اړه به یې وړاندیزونه کوي؛ خو د حکومتي چارواکیو د دوام داره او قصدي سرغړونو په صورت کې به شورا چوپتیا نه غوره کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې اوس هم د بېلابېلو مدني ټولنو په نامه سیاسي ګوندونه او نور ټولنیز سازمانونه شته چې کله ناکله د حکومت د کړنو د څارنې په نامه ځېنی راپورونه خپروي؛ خو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې تر ډېره دا بنسټونه هم د خلکو له نیوکو سره مخوي چې ګواکې دوی د ملي ګټو پر ځای شخصي او سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.





