
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور هم غځولی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د خبرپاڼې له مخې چې نن خپره شوه، د یوناما د ماموریت دوام په یوه پرېکړهلیک سره د رایو په ډېروالي تمدید شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي: «د رایو په ډېروالي سره د یوناما ماموریت غځېدل، د سولې په حساسو شرایطو کې له افغانستانه د امنیت شورا د ملاتړ او د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې د درېدو په اړه یو بشپړ او روښانه پیغام لري»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هیلهمندي ښودلې چې د سولې خبرې اترې به د جګړې د پای او د باعزته سولې راتلو لامل شي.
د نوموړې په وینا، افغانان داسې سوله غواړي چې د خلکو اساسي حقونه، جمهوریت، د بیان ازادي او د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې پهکې وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان پرون «د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت کمېسیون» په ټاکنو کې د یوې څلورکلنې دورې لپاره غړیتوب ترلاسه کړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه کمېسیون غړیتوب اخلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما یو سیاسي اېتلاف دی چې د افغان دولت د غوښتنې له مخې، په ۲۰۰۲ کال کې د دغه سازمان د امنیت شورا له لوري جوړ شو. د دغه اېتلاف موخه د سولې راتلو لپاره له افغانانو او دولت سره مرسته ده.





