د ځوانانو المپيک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د تکواندو سیالۍ د تونس هېواد په کوربتوب ترسره شوې چې په کې نثاراحمد عبدالرحیمزي افغانستان ته ستر ویاړ ورپه برخه کړ.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د نشرانو مسوول عارف پیمان سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، افغان تکواندو لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحیمزي په مثبت ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې صربستاني لوبغاړي ویکتور یوسکیچ ته ۲۰ د ۴ امتیازونو په وړاندې ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیداکړه.
ویکتور په ۴ بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ۴ مډالونه هم ګټلي وو خو د افغان په وړاندې ماتې ته تسلیم شو او له مخکې تګ پاتې شو.
د مخکې تګ او نیمه پای لوبې ته د رسیدو لهپاره افغان لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحیمزي له ایراني لوبغاړي محمد خاني سره لوبه وکړه چې په خپل وزن کې په نړیواله او اسیایي کچه اتل شوی هم و خو دغه لوبه یې په لومړیو کې د شپږ شپږ امتیازونو برابرۍ سره سره په پایله کې ۹ د ۶ امتیازونو په وړاندې وبایلله.
د تونس په کوربتوب د ځوانانو المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه په غوراوي پړاو کې د افغانستان د ۲ لوبغاړو په شمول د نړۍ د ۱۱۱ هېوادونو څخه ۴۳۸ لوبغاړو په ۱۰ بېلابېلو ښځینه او نارینه وزنونو کې برخه اخیستې وه چې د اپریل په ۶مه پیل شوي او تر ۱۳مې نېټې به د یاد هېواد په الحمامات ښار کې سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده افغان تکواندو لوبغاړی نثاراحمد عبدالرحیمزی به اوس د روان کال په اکتوبر میاشت کې د ځوانانو په المپيک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د سږ کال ځوانانو المپیک نړیوالې سیالۍ د اکتوبر میاشتې له ۶مې تر ۱۸مې نېټې د ارجنټاین په پلازمېنه بونس ایریس ښار کې ترسره کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د افغان لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحمیزي په شمول به په دې سیالیو کې د ۲۰۶ غړیو هېوادونو څخه ۳۸۳۶ تکړه لوبغاړي ولوبیږي.
د ځوانانو المپیک سیالیو ته د لارې موندنې سیالۍ د لومړي ځل لهپاره په ۱۹۹۶ کال کې داسپانیی په بارسلونا کې وشوې او سږکال ۱۲م پړاو سیالۍ دي چې د لومړي ځل لهپاره په تونس هېواد کې ترسره کېږي.