
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې دا ډله د اوسني جنګ د اقداماتو په اړه د جهادي مشرانو د خبرو هرکلی کوي.
د هرات پخواني والي او جهادي مشر محمداسماعیل خان څو ورځې مخکې له طالبانو غوښتي وو، که طالبان له حکومت سره د سولې په تړاو غبرګون نه ښيي؛ له جهادي مشرانو سره دې خبرې اترې وکړي.
طالب ویاند ویلي چې دوی د جهادي رهبرانو احترام کوي او له هغوی غوښتنه کوي چې د جهاد پرمهال د خلکو په خوا کې پاتې شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، اوس چې جهادي رهبر ښاغلي اسماعیل خان له طالبانو غوښتنه کړې چې د تفاهم او خبرو اترو په تړاو دې له جهادي رهبرانو سره خبرې وکړي؛ هغه کسان چې د اوسني جنګ پای غواړي د دې ډلې سیاسي دفتر ته دې مراجعه وکړي.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم سلاموطندار ته وايي، دغه شورا له هر هغه ګامه چې هېواد کې د جګړې او ناامنیو پای ته رسېدو سره مرسته وکړي، هرکلی کوي. نوموړی ټینګار کوي دغه شورا چمتو ده، له شرط پرته د طالبانو ډلې سره خبرې وکړي.
طالبان وروسته له هغې د اسماعیل خان څرګندونو او سولې ټینګښت په اړه غبرګون او شین څراغ ښيي چې د کابل بهیر دویمې غونډه کې افغان حکومت دغې ډلې ته د سولې وړاندیز مطرح کړ.





