حزب اسلامي: د طالبانو “اسلامي امارت” وخت بیا نه راځي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مهم غړي ویلي، چې اوس‌مهال د اسلامي امارت وخت تللی او که وسله‌وال طالبان وغواړي، چې د جهاد او خپلواکي ګتلو په نوم واک ته ورسيږي، نو په افغانستان کې به د سولې ټېنګښت ستونزمن وي.

له افغان‌حکومت سره د حزب اسلامي د خبرو اترو مرکچي امین کریم د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا په نوم بنسټ له‌خوا د سولې خبرو اترو په اړه جوړې شوې غونډه کې دا هم وویل، چې که د طالبانو د جګړې موخه له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل وي، نو باید خپل دریځ روښانه کړي، خو هغوی له افغان امنیتي ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي.

کریم له طالبانو وغوښتل، چې باید له جګړې لاس واخلي.

غونډې ته د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي وویل، چې په هیواد کې سوله او جګړه دواړه بن بنست ته رسیدلي دي.

داودزي زیاته کړه، چې حکومت باید له طالبانو سره د جګړې پر ځای د سولې ګټونکی و اوسي.

هغه په هیواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې طالبانو ددغو بریدونو مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو هغه يې غندلي هم نه دي.

دا داسې مهال ده چې د امریکې بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري په بروکسل کې یوې غونډې ته ویلي و، که د طالبانو تحریک د حزب اسلامي لار غوره کړي او بین الافغاني سولې ته غاړه کیږدي نو دوی چمتو دي چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي خو طالبان تراوسه پورې هم په بیلابیلو نومونو د حکومت پر ضد جنګیږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام