
د ولسي جرګې د منشي څوکۍ ته میردادخان نجرابي او عبدالقادر ځاځی وطندوست سیالي وکړه چې د ۱۱۰ رایو په اخیستلو سره میردادخان نجرابي د منشي په توګه وټاکل شو.
د ښاغلي نجرابي په ټاکل کېدو سره نن ورځ د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو.
د ولسي جرګې په شاړسمه دوره کې د لومړي نایب څوکۍ ته د جرګې پخوانی نایب همایون همایون او دویم نایب نذیراحمد احمدزی نوماندان وو چې ښاغلي همایون د ۱۱۰ رایو په اخېستلو سره بریالی شو او د دویم نایب څوکۍ ته امیرخان یار او شیخ نعمتالله غفاري نوماندان وو چې امیرخان یار څوکۍ وګټله.
ولسي جرګه په کال کې یو ځلې د اداري پلاوي لهپاره ټاکنې کوي هر کال د جرګې د غړیو یوه اوونۍ وخت نیسي. خو د ولسي جرګې د تېر کال د اداري پلاوي ټاکنې ډېرې جنجالي شوې چې پهخپله د جرګې د غړیو او هېوادوالو له انتقادونو سره مخ شوې.





