د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزمارا حواش وايي، د دې ولایت پولیسو له خپلو تشکیلاتو ښځینه پولیسې لېرې کړې دي او امتیازونه یې نارینهوو ته ورکوي.
مېرمن حواش وویل، د تخار ولایت د پولیسو په لیکو کې جنسیتي تبعیض موجود دی؛ ګڼې زیات شمېر مېرمنې لېواله دي چې ان په ولسوالیو کې دندې ترسره کړي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر په دې ولایت د پولیسو له لیکو د مېرمنو وېستل مني، خو وايي، په دندو کې د ناسوبتیا له امله لېرې شوي دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ یوې افسرې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، ټولې هغه مېرمنې چې د پولیسو له تشکیله وېستل شوي چمتو دي چې په ولسوالیو کې دندې وکړي؛ خو مسوولانو پرتله له دې چې دغه مېرمنې په جریان کې کړي له دندو لېرې کړې دي.
د تشکیلاتو پربنسټ د تخار ولایت د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو سرتېرو لهپاره ۳۸ بستونه موجود دي.