افغانستان په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۴۴زره ټنه ترکاري صادره کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي سلام‌وطندار ته وايي، د سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان، هند، چین، قزاقستان، ایران، روسیې، المان او اروپا ته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۱۴۴زره ټنه زیاته ترکاري صادر شوې‌ده.

پیاز، کچالو، ګُلپيان، روميان، ګازرې، دڼیا، هوږه او بادرنګ له هغو ترکاریو دي چې له هېواده بهر د نورو هغو په پرتله زیاتې صادریږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، له‌دې ډلې ۱۱۷زره ټنه یې یوازې پاکستان ته صادر شوي‌دي.

ښاغلی الکوزی پاکستان ته د ترکاریو د صادراتو لوړه کچه، د افغانستان محصولاتو سره د پاکستانیانو ښه لېوالتیا او مناسب بازار بولي.

د ممیزو، میوو او سبزیو د صادراتو پرمختیا ادارې مشر سیدعظیم مصطفی هاشمي وايي، له هېواده بهر ته د صادرو شویو ۱۴۴زره ټنو ترکاریو له ډلې، یوازې ۷زره ټنه یې د دې ادارې له لوري د کیفیت د تثبیت‌لیک په درلودلو سره صادر شوي‌دي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي، د تېر لمریز کال ۹ میاشتو کې د کیفیت تثبیت‌لیک په لرلو سره د افغانستان د ترکاریو د صادراتو کچه ۱۳زره ټنو ته رسېده.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی په ټینګار سره وايي چې د کیفیت جواز د لرلو ترڅنګ سوداګر کولی شي د ترکاریو د صادراتي توکیو د مبدا تصدیق‌لیک د پاڼې په ترلاسه کولو چې د هر هېواد د حاصلاتو مبدا ښيي او د کرنې او اوبو لګونې وزارت د قرنطین پاڼې سره هم صادر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام