نن سهار یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې بلخ ته د ارګ لېږلی پلاوی له عطامحمد نور سره هوکړې ته رسېدلی دی.

د جمعیت ګوند یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د جمعیت ګوند خبرې له کړکېچ سره مخ شوې.

د سرچینې په خبره، ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعیت ګوند د اجریوي رییس او د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور ته شخصي وړاندیز کړی او له ارګ سره د جمعیت د وړاندیزونو په اړه خبرې نه‌دي شوي.

سرچینه زیاتوي، د جمعیت ګوند دولس ماده‌ییز وړاندیز پر سر د ارګ او دد غه ګوند خبرو کې له کړکېچ وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ بله لاره ازمايي.

په ورته وخت کې د جمعیت ګوند یوه بله سرچینه وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطامحمد نور ترمنځ د هوکړې ګټې باید د جمعیت رهبرۍ شورا هوکړه له ځان سره ولري، ګنې نو د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ هوکړه به وروستۍ نه وي.

په همدې حال کې د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي، دغه ولایت ته د ارګ لېږلي پلاوي او عطامحمد نور خبرو کې پرمختګونه شوي‌دي.

د ښاغلي حدید په وینا، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي عطامحمد نور سره د ارګ په استازيتوب خبرې کړې‌دي.

وروسته له هغې چې عطامحمد نور د بلخ له ولایته د ګوښه‌کېدو په تړاو د ولسمشر محمداشرف غني له امره سرغړونه وکړه. د ستار مراد، صلاح‌الدین رباني، محی‌الدین مهدي او واقف‌حکیمي په ګډون پلاوي د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ د شخړو هواري له‌پاره خبرې پیل کړې او ښاغلي نور هم د دې ستونزې حل جمیعت ګوند ته پرېښود.

خو پوښتنه دا ده چې د جمعیت ګوند له پلاوي سره د خبرو له کړکېچ وروسته ارګ ولې د پلاوي پر ځای له ښاغلي نور سره خبرې کوي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام