طالبان د غور د شپږو ولسوالیو له اوسېدونکیو باج اخلي

د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري سلام‌وطندار ته وویل، طالبان نه یوازې د هرات – غور لویې‌لارې په ځینو برخو ولکه لري؛ بلکې د دغه ولایت په شپږو لوېدیځو ولسوالیو کې هم فزیکي حضور لري.

د ښاغلي قادري په وینا، طالبان له څو میاشتو راهیسې د غور شپږو ولسوالیو اوسېدونکیو، هټیوالو او دولتي کارکوونکیو ته د لیکونو په استولو سره، له هغوی پیسې ټولوي.

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، د طالبانو په لیک کې راغلي چې د سیمې هر اوسېدونکی باید سل افغانۍ، د هر موټر، موټرسایکل او د ژرندې په ماشین له ۲ تر ۵ زرو افغانیو او د هرې غوا او پسه پرسر ۵۰۰ افغانۍ دغې ډلې ته ورکړي.

قادري خبرداری ورکوي، که حکومت د طالبانو د خوځښتونو او باج اخیستو مخنیوی ونه کړي د پسرلي موسم کې به امنیتي حالت زښته خراب شي.

د غور مدني فعالان د دې ولایت په زیاترو سیمو کې د طالبانو موجودیت د اندېښنې وړګڼي او وايي، دوی په وار ـ وار د مرکزي او ځايي حکومت له چارواکیو غوښتي چې د ترهګرو په مهمو مرکزونو بریدونه وکړي؛ خو تراوسه دغې غوښتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

خو د غور امنیې قوماندان غلام مصطفی محسني د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو دغه ادعاوې ردوي او وايي، طالبان یوازې ترخپل واک لاندې سیمو کې باج اخلي.

د نوموړي په خبره، تراوسه یې له دولتي کارکوونکیو او ولسي خلکو څخه د طالبانو باج اخیستنې څرنګوالي په اړه یې هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی.

دا اندېښنې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د غور ولایتي شورا او مدني فعالانو په خبره، کومې پیسې چې طالبانو راټولوي د امنیتي ځواکونو سره د جګړې له‌پاره وسلې او مهمات پرې اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام