امنیتي مسوولان وايي، یو کرولا موټر چې له چاودېدونکیو ډک و، د نهمې امنیتي حوزې په قابل بای سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان چاودنه کړې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی.