طالبانو د کندهار ـ روزګان لویې لارې په اوږدو کې ۳۰ مسافر یرغمل کړي

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ ناوخته وسله‌وال طالبان د کندهار ـ روزګان لویې لارې سرخ‌بیت په سیمه کې راوتلي و او د مسافرو موټر یې تلاشي کول.

د ده په قول له تلاشي کړیو موټرو یې ۳۰ تنه مسافر له ځان سره ناڅرګند لوري ته وړي او تراوسه يې برخلیک نه دی معلوم.

نایاب وايي، د معلوماتو له‌مخي تراوسه په دې وړل شویو کسانو کي هېڅ دولتي کس نه شته او ټول ولسي خلک دي.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی بیا وايي، د طالبانو له‌خوا په وړل شویو کسانو کې یوشمېر پولیس هم شامل دي.

دوی وايي، د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو له‌پاره یې هڅې روانې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام